Posts

Showing posts from July, 2020

شپږ هغه ننګونې چې د نړۍ په کچه د رهبرۍ په اړه شتون لري

Image
-ژباړه:  الیاس وصال ۱: د مؤثریت ارزونه : اکثره رهبران او مشران د خپلو صلاحیتونو او مسؤلیتونو د مؤثریت ارزونه نشي کولای ، د موثریت ارزونه د هر کار د ګټې او زیان د معلومولو لپاره غوره روش دی مدیران کې د رهبر په نقش هم ظاهریږي باید د خپل ټیم د کړنو موثریت کچه معلومه کړي که د کړنو مؤثریت کچه کمه یا ټیټه وي باید پکې بدلون او تغیرات راشي . ۲: د نورو خلکو/ افرادو تشویق او هڅونه: تشویق او هڅونه هغه ځواک او قابلیت دی چې په مرسته یې کارکوونکي دا انګیزه اخلي چې په کم وخت کې ډیر او زیاد کار وکړي اکثره رهبران د تشویق او هڅونې څخه ګټه نه اخلي ، خو دا یؤ مهم فکتور دی که په عمل کې کارکوونکي ، ګروپونو ته مثبته انګیزه ورکړلئ شي حتماً به په تولید او کړنو کې موثریت راشي او ډیروالی راشي  . ۳: د کارکوونکو پرمختیا: د کارکوونکو پرمختیا څخه هدف دا دی چې کارکوونکو لپاره داسې پروګرامونه طرحه شي چې په راتلونکی کې د نویو  مهارتونو او فعالیتونو سره آشنایي ، پوهه ولري او وکولای شي چې په راتلونکي کې نوي او عصري مهارتونو څخه استفاده وکړي ، پدې څیړنه کې روښانه شوې ده چې د رهبرانو او مدیرانو لپاره ...