شپږ هغه ننګونې چې د نړۍ په کچه د رهبرۍ په اړه شتون لري
-ژباړه: الیاس وصال
۲: د نورو خلکو/ افرادو تشویق او هڅونه:
تشویق او هڅونه هغه ځواک او قابلیت دی چې په مرسته یې کارکوونکي دا انګیزه اخلي چې په کم وخت کې ډیر او زیاد کار وکړي اکثره رهبران د تشویق او هڅونې څخه ګټه نه اخلي ، خو دا یؤ مهم فکتور دی که په عمل کې کارکوونکي ، ګروپونو ته مثبته انګیزه ورکړلئ شي حتماً به په تولید او کړنو کې موثریت راشي او ډیروالی راشي .
۳: د کارکوونکو پرمختیا:
د کارکوونکو پرمختیا څخه هدف دا دی چې کارکوونکو لپاره داسې پروګرامونه طرحه شي چې په راتلونکی کې د نویو مهارتونو او فعالیتونو سره آشنایي ، پوهه ولري او وکولای شي چې په راتلونکي کې نوي او عصري مهارتونو څخه استفاده وکړي ، پدې څیړنه کې روښانه شوې ده چې د رهبرانو او مدیرانو لپاره یؤه ستونزه دا هم ده چې د کارکوونکو پرمختیا لپاره اغیزمن برنامې او طرحو په تطبیق کولو کې ستونزې لري.
۴ د ټیم رهبري: اکثره رهبران او مدیران د ټیم یا لوی ګروپ په رهبرۍ کې ستونزه لري او نشي کولای هغوی په مؤثره توګه رهبري کړي د ټیم د غړو په رهبرۍکې د رهبر نفوذ او اغېز ډیر رول لري څومره چې د رهبر او مشر اغېز په ټیم ډیر وي هغومره د ټیم رهبري قوي او پیاوړې وي.
۵: د تغیراتو پرمخ وړل: اکثره وخت سازمانونه چې رکود کوي او نشي کولای په بازار کې ښه نوم او موقف ولري نو هغه د تغیرات سره عیار سازۍ کې ستونزې لري ، دلته هم د رهبرانو لپاره یو ننګونه ده چي دوي تغیر منونکي ندي او نشی کولای خلک، سازمان اپډیټ وساتي.
۶:د افرادو ، ګروپونو تنظیم کول چې د سازمان لخوا اغیزمن کیږي:
آخري ستونزه د رهبرانو لپاره دا ستونزه ده چې دوي افراد او ګروپونه نشي کولای تنظیم کړي کوم چې د سازمان او رهبرانو د کړنو لخوا اغیزمن کیږي ددې څخه هغه تغیرات دي چې د کارکوونکو عکس العمل په وړاندې یې شتون لري پدې برخه کې د تغیر ټول خصوصیات او مذایا باید مخکې له مخکې افرادو لپاره
واضحه شي تر څو مخالفت کم یا حد اقل ته راشي.

Comments
Post a Comment