بریالي کسان ستونزې او چلېنجونه په فرصتونو بدلوي:
ژباړه او زیاتونه: الیاس وصال - ۱: ستونزې او ننګونې د ژوند یوه برخه ده او ددې څخه انکار نه شو کولائ ، دا ستونزې په طبیعي ډول هر څوک لري. ۲ : تېر او ماضي هېر کړئ ، راتلونکې ته هيله من واوسئ او په اوس وخت مو تمرکز وکړئ. ۳: مه پرېږده چې د ژوندانه فرصتونه دې له لاسه ووځي. ته کولی شې چې خپلې ډېرې ستونزې پخپله حل کړې. داسې ډېرې موخې او اهداف شته چې ته ورته بايد مبارزه وکړې. ۴: پرمختګونو ته دې په درنه سترګه وګوره. که پرمختګونه دې واړه وي او يا لوی، ډېر وي او يا کم ، نو د نړۍ په پرمختګ کې سهم لري. هماغه يو متل دی چې وايي: چکله چکله آب دريا ميشود. ۵ : د نورو په هکله فکر او قضاوت مکوئ ، یوه مشهوره وینا ده چې وایي: تیټ خلک د نورو په هکله قضاوت کوي. ۶: د بریالیتوب یؤه برخه ناکامي ده ، هغه افراد چې بریاوو ته رسېدلي دي حتماً یې ستونزې ، ننګونې او ناکامۍ لیدلې دي. ۷: د دې کوښښ مه کوه چې هرڅه دې د وړادويينې وړ وي او په اړه يې وړاندويينه وکړې، تېروتنې هم بايد وازمايې. همدا تېروتنې دي چې جوړوي دې. ۸: ستونزې د فصلونو په څېر ځي او راځي. په دې هکله مه جدي کېږئ، ځيني وختونه ي...