بریالي کسان ستونزې او چلېنجونه په فرصتونو بدلوي:
ژباړه او زیاتونه: الیاس وصال -
۱: ستونزې او ننګونې د ژوند یوه برخه ده او ددې څخه انکار نه شو کولائ ، دا ستونزې په طبیعي ډول هر څوک لري.
۲ : تېر او ماضي هېر کړئ ، راتلونکې ته هيله من واوسئ او په اوس وخت مو تمرکز وکړئ.
۳: مه پرېږده چې د ژوندانه فرصتونه دې له لاسه ووځي. ته کولی شې چې خپلې ډېرې ستونزې پخپله حل کړې. داسې ډېرې موخې او اهداف شته چې ته ورته بايد مبارزه وکړې.
۴: پرمختګونو ته دې په درنه سترګه وګوره. که پرمختګونه دې واړه وي او يا لوی، ډېر وي او يا کم ، نو د نړۍ په پرمختګ کې سهم لري. هماغه يو متل دی چې وايي: چکله چکله آب دريا ميشود.
۵ : د نورو په هکله فکر او قضاوت مکوئ ، یوه مشهوره وینا ده چې وایي: تیټ خلک د نورو په هکله قضاوت کوي.
۶: د بریالیتوب یؤه برخه ناکامي ده ، هغه افراد چې بریاوو ته رسېدلي دي حتماً یې ستونزې ، ننګونې او ناکامۍ لیدلې دي.
۷: د دې کوښښ مه کوه چې هرڅه دې د وړادويينې وړ وي او په اړه يې وړاندويينه وکړې، تېروتنې هم بايد وازمايې. همدا تېروتنې دي چې جوړوي دې.
۸: ستونزې د فصلونو په څېر ځي او راځي. په دې هکله مه جدي کېږئ، ځيني وختونه يوه ستونزه د بلې ستونزې د له منځه وړلو لپاره رامنځ ته کېږي.
۹: استقامت او ثبات وساتئ: ناهیلي اکثره شوني خوبونه او کارونه داسې لمنځه وړي لکه اوبه چې اور لمنځه وړي ، که تاسې ناهیلي اوسئ او استقامت ونلرئ نو په دې باور اوسئ چې اهدافو ته رسیدل به محال وي او بس.
۱۰ : د ژوندانه راز په دې کې دی چې هر هغه څه دې چې مخ ته راځي، بايد غوره ګټه ترې واخلې. هره ورځ په يوې نوې ورځ واړوه. د پوهې، معلوماتو او د تجربې د ترلاسه کولو پسې ووځه.
۱۱: دا د ژوند يوه بې عدالتي ده چې نور دې ستا په هکله قضاوت وکړي. هغه څوک چې تل په تاسو نيوکې کوي، ښايي ستاسو په پرتله څو چنده ملامت او ګناهکاره وي. جزئي مسايلو پسې دومره مه ګرځه.
۱۲: دا ومنه چې هېڅکله ناوخته نه ده او دا مو ځان ته تلقين ورکړئ چې تاسو له کاروانه پاتې نه ياست. معمولي کارونه په سمه او غوره توګه ترسره کړه. خوښ، هيله مند او خندان اوسه.
۱۳ : د دې لپاره چې درک کړې چې برياليتوب يانې څه، بايد ترلاسه يې کړې او تجربه يې کړې. که غواړې لوړو پوړونو ته ورسې، نو پکار ده چې بايد هر پوړ څخه تېر شې او تجربه يې کړې.
۱۴ : خپل واک او اختیار هېڅکله د نورو په لاس کې مه ورکوئ ، دا ومنئ چې تاسو وړ یاست او د بریا لپاره اراده او عزم لرئ.

Comments
Post a Comment