Posts

Showing posts from December, 2020

د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.

Image
ژباړه: الیاس وصال څېړنې ښایي هغه کارکوونکي چې کاري چاپېریال یې نامناسب او سترې کوونکی دی ۷۵ سلنه د خپلو دندو څخه رضایت نه لري ، یو غوره کاري چاپېرال کارکوونکو سره مرسته کوي ترڅو د دندو څخه یې د رضایت کچه لوړه شي ، ترڅنګ یې د کارونو په کیفیت او مولدیت کې ښه والی راشي او هم د کارکوونکو په فکري او صحي برخه کې د پام .وړ مثبت بدلون راشي دلته به هغه ځانګړتیاوو ته اشاره ولرو چې  یؤ غوره کاري چاپېریال یې لري: ۱: خلاص ارتباطي چینلونه د کارکوونکو سره د اریکو کموالی یا تړلی کاري چاپېریال کولای شي چې په کاري چاپېرال منفي اغیز ولري او ناهیلې کوونکو وي ، اړیکې د کارکوونکو او مدیرانو ترمنځ ډېر اړین او حیاتي شمیرال کیږي، دا د ستونزو په ښه تشخیص او حل کې ډیر رول لري همدارنګه کارکوونکي سازمان ته ژمتیا ښایي او خپل ځان ارزښتمند ګني. ۲: د کارکوونکو په روزنه او پرمختیا باندې تمرکز: هغه سازمانونه چې خپل کاري نیرو یا بشري سرچینې د وخت ، تقاضا ، تکنالوژۍ او یو شمیر نورو تغییراتو په اساس سمبال کړي معمولاً ډېر بریالي او پرمختللي وي او په اسانۍ سره کولای شي چې د نورو سازمانونو سره ښه رقابت وکړي. ...