د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.
څېړنې ښایي هغه کارکوونکي چې کاري چاپېریال یې نامناسب او سترې کوونکی دی ۷۵ سلنه د خپلو دندو څخه رضایت نه لري ، یو غوره کاري چاپېرال کارکوونکو سره مرسته کوي ترڅو د دندو څخه یې د رضایت کچه لوړه شي ، ترڅنګ یې د کارونو په کیفیت او مولدیت کې ښه والی راشي او هم د کارکوونکو په فکري او صحي برخه کې د پام
.وړ مثبت بدلون راشي
دلته به هغه ځانګړتیاوو ته اشاره ولرو چې یؤ غوره کاري
چاپېریال یې لري:
۱: خلاص ارتباطي چینلونه
د کارکوونکو سره د اریکو کموالی یا تړلی کاري چاپېریال کولای شي چې په کاري چاپېرال منفي اغیز ولري او ناهیلې کوونکو وي ، اړیکې د کارکوونکو او مدیرانو ترمنځ ډېر اړین او حیاتي شمیرال کیږي، دا د ستونزو په ښه تشخیص او حل کې ډیر رول لري همدارنګه کارکوونکي سازمان ته ژمتیا
ښایي او خپل ځان ارزښتمند ګني.
۲: د کارکوونکو په روزنه او پرمختیا باندې تمرکز:
هغه سازمانونه چې خپل کاري نیرو یا بشري سرچینې د وخت ، تقاضا ، تکنالوژۍ او یو شمیر نورو تغییراتو په اساس سمبال کړي معمولاً ډېر بریالي او پرمختللي وي او په اسانۍ سره کولای شي چې د نورو سازمانونو سره ښه رقابت وکړي.
۳: مثبته رهبري:
د یو غوره کاري چاپېریال په درلودلو سره رهبر هم ځانګړی تاثیر درلودلی شي ، غوره رهبران نورو کارکوونکو ته یو ښه او مثبته نمونه وي . غوره رهبران ارتباطي چینلونو ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي ترڅو اطمینان ترلاسه کړي چې کارونو په هغه کچه هموار دي چې د پرمختګ لپاره لاره
هواره شي.
۴: ګروهي یا د ټیم په شکل کار:
د یو غوره کاري چاپېریال یوه ځانګړتیا دا ده چې د اړتیا په وخت کې مثبت ډلییز کار ترسره شي ، چېرته چې کارکوونکي د یو بل ترڅنګ ښه احساس ولري ، په خپلو مهارتونو باندې باوري وي او وکولای شي چې یو ګډ هدف ته
ورسیږي.
۵: د کار او ژوند ترمنځ تعادل:
غوره کاري چاپېریال ستاسو د ژوند او کاري محیط ترمنځ یو ډول د تعادل حالت رامنځته کوي ، مدیران په دې ښه پوهیږي چې کله کارکوونکي د ژوند چارو په هکله ډیر اندېښمن نه وي په همغه اندازه کارونه په ښه ډول ترسره کوي .
۷: د خپل ځان ارزونه او د کارونو ترسره کول ددې سبب ګرځي چې ستاسو مثبت او منفي ټکي روښانه شي :
که کارکوونکي کوښښ وکړي خپل مثبت برخو ته نور هم پرمختګ وکړي او د ضعف برخې لمنځه یوسي دا خپله د کارکوونکو لپاره د یؤ غوره کاري چاپېریال د جوړیدو باعث ګرځي.
کېدای شي داسې نورې ځانګړنې هم شتون ولري چې د یو غوره کاري چاپېریال د جوړیدو سبب وګرځي.

Comments
Post a Comment