Posts

Showing posts from February, 2021

د یوې دندې لپاره د غوښتنلیک لېږلو مهم تکي کوم دي؟

Image
لیکنه الیاس وصال- ۱:  د کومې دندې لپاره چې غواړئ غوښتنلیک ولېږئ لومړی تر هر څه مخکې تاسې باید د دندې په شرایطو باندې پوره برابر وئ ، او تر هر څه مخکې لومړی تاسې باید د هرې دندې شرایط ولولئ ممکن تاسې د دندې اړوند شرایطو باندې برابر نه وئ نو ضرور نده چې ورته غوښتنلیک ولېږئ. ۲:  معمولاً هره دنده یو تاکلی وخت لري چې په همغه تاکلي وخت کې باید ورته غوښتنلیک ترتیب شي یعنې د پیل او پای وخت د غوښتنلیک لپاره مشخص وي که تاسې د پای نېټې وروسته غوښتنلیک لېږئ ممکن غوښتنلیک اعتبار ونلري. ۳:  بله مهمه موضوع د غوښتنلیک محتویات دی ، یو ښه غوښتنلیک کې ستاسو اهداف باید روښانه او د پوهیدو وړ وي ، زده کړې ، مهارتونه او کاري تجربې باید په مشخص وخت درلودونکي وي. ۴ :  که خپل غوښتنلیک د ایمیل آدرس په مرسته استوئ نو اړینه ده چې د دندې عنوان او ویکیسني نمبر د ایمیل آدرس په سبجت لاین / Subject line کې حتماً مشخص کړئ. ۵ :  کور لېټر هرې دندې لپاره بدلون مومي ، ځکه د دندې عنوان او د اخیستونکې ارګان مشخصات متفاوت دي او په یوه کور لېټر نشوو کولای متفاوتو دندو لپاره غوښتنلیک ولېږوو....