د یوې دندې لپاره د غوښتنلیک لېږلو مهم تکي کوم دي؟
۱:
د کومې دندې لپاره چې غواړئ غوښتنلیک ولېږئ لومړی تر هر څه مخکې تاسې باید د دندې په شرایطو باندې پوره برابر وئ ، او تر هر څه مخکې لومړی تاسې باید د هرې دندې شرایط ولولئ ممکن تاسې د دندې اړوند شرایطو باندې برابر نه وئ نو ضرور نده چې ورته غوښتنلیک ولېږئ.
۲:
۲:
معمولاً هره دنده یو تاکلی وخت لري چې په همغه تاکلي وخت کې باید ورته غوښتنلیک ترتیب شي یعنې د پیل او پای وخت د غوښتنلیک لپاره مشخص وي که تاسې د پای نېټې وروسته غوښتنلیک لېږئ ممکن غوښتنلیک اعتبار ونلري.
۳:
۳:
بله مهمه موضوع د غوښتنلیک محتویات دی ، یو ښه غوښتنلیک کې ستاسو اهداف باید روښانه او د پوهیدو وړ وي ، زده کړې ، مهارتونه او کاري تجربې باید په مشخص وخت
درلودونکي وي.
۴ :
درلودونکي وي.
۴ :
که خپل غوښتنلیک د ایمیل آدرس په مرسته استوئ نو اړینه ده چې د دندې عنوان او ویکیسني نمبر د ایمیل آدرس
په سبجت لاین / Subject line کې حتماً مشخص کړئ.
۵ :
په سبجت لاین / Subject line کې حتماً مشخص کړئ.
۵ :
کور لېټر هرې دندې لپاره بدلون مومي ، ځکه د دندې عنوان او د اخیستونکې ارګان مشخصات متفاوت دي او په یوه کور لېټر نشوو کولای متفاوتو دندو لپاره غوښتنلیک ولېږوو.
۶:
۶:
د اړیکو شمېرې او ایمیل آدرس باید دقیق او فعال وي که شمېرې یا ایمیل آدرس ورورسته غیر فعال شي ممکن تاسې د شارت لېسټ او انټرویو لپاره خبر نشئ.
۷:
۷:
د ریفرینس په برخه کې د کومې ادارو سره مو چې کار کړئ دی نو د همغه سازمانونو د کارکوونکو شمېره او ایمیل آدرس باید دقیق ذکر کړئ او کیدای شي ستاسو د سي وي ارزونې په برخه کې د همدې ریفرنس څخه استفاده وشي او ورسره اړیکه ونیول شي.

Comments
Post a Comment