د پلان ، ستراتیژۍ او پالیسۍ پېژندنه| لیکنه او راټولونه: الیاس وصال
پدې مقاله کې به په لنډ ډول د پلان ستراتیژي او پالیسي پېژندنه وکړو او همدارنګه په څو کرښو کې به یې فرق هم روښانه کړو. :پلان پلان د اهدافو ټاکل او ددغو اهدافو لاسته راوړلو لپاره د مختلفو روشونو څخه کار اخیستل دي. پلان جوړونه یعنې تصمیم نیونه چې کوم کارونه ،په کوم وخت کې او د چا په واسطه ترسره شي. :ستراتیژي ستراتیژي یوه جامع ، منسجمه او هراړغیزه برنامه ده چې د سازمان یا ادارې د داساسي او مهمو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره جوړیږي. :پالیسي پالیسي هغه حدود ټاکي چې پکې تصامیم او فیصلې نیول کیږي ، پالیسي بیلابیل ډولونه لرلئ شي لکه دولتي پالیسي ، تجاري پالیسۍ ، شخصي پالیسۍ او داسې نور. پالیسیانې باید لاندې ځانګړتیاوې ولري: 1. صراحت ، 2. د اجراء کیدو وړ ، 3 . انعطاف پذیري ، 4. جامع والی ، 5. کتبي والی او داسې نور... :د پلان ، ستراتیژۍ او پالیسۍ ترمنځ توپیرونه پلان یو لوی مبحث دی چې پکې ستراتیژي او پالیسي دواړه شاملیږي ، په پلان جوړونه کې لرلید یا ماموریت د سازمان روښانه کیږي چې دا د سازمان اوږد مهماله اهداف ټاکي . په اساسي اهدافو کې ستراتیژي شاملیږي چې معمولاً د منځ پوړیو مدیرانو...