Posts

Showing posts from March, 2020

د کم جرئتۍ په اړه یو ناسم برداشت

Image
ژباړه او زیاتونه:  الیاس وصال د کټل په نظر د انسان کړنه او شخصیت د انسان د ځانګړتیاوو له ټولګې څخه سرچينه اخلي. دده په باور د شخصیتي ځانګړتیاوو له جملې څخه يې یو د «H» عامل دی. د «H» عامل د دوو ځانګړتیاوو څخه جوړ دی: لومړی ځانګړتیا په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې د هغوی ځانګړتیا، د ژوند د ستونزو په مقابل کې مقاومت دی. دا کسان د «H+»په ډول نښاني کیږي. دویمه ځانګړتیا په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې ډار او تهدید ته تسلمیږي او هغوی له ټولنې څخه ګوښه کیږي. دا ګروپ د«H-» په ډول نښاني کیږي. د کټل د نظريې له مخې، کم جرئته کسان د «H-» عامل لرونکي دي؛ خو باید پاملرنه وکړو، چې په کم جرئتۍ لتاړ ماشومان د سترګو، ویښتانو او پوستکي رنګ په څیر ارثي بڼه نه لري. ښکاره ده، چې ځینې کم جرئته ماشومان په هغو والدینو پورې تړاو لري، کوم چې خپله هم کم جرئته وي، ولی دا په دې مانا نه ده، چې ګواکې دوی د والدینو څخه د ژن له لارې دا ځانګړتیا په میراث وړي ده، بلکې خبره دا ده چې کم جرئتي يې له والدینو څخه زده کړي ده.

څیړنې لپاره پروپوزل د کومو برخو څخه جوړ شوی وي؟

Image
لیکنه او راټولونه:  الیاس وصال  ، دا ډول پروپوزلو کې تاسو  راتلوونکې باندې تمرکز کوی ، څه  غواړئ چې ترسره یې کړي :معوملاً د لېسانس د دورې پایلیک ،  لپاره لیکل کیږي ، دا پروپوزل لاندې برخې لري ۱: سریزه  د پروپوزل لومړۍ برخه کې سریزه ځای لري ، دلته د څیړنې ، منوګراف معرفي او ورته کتنه په لنډ ډول ترڅو لوستونکي لپاره ددې څیړنې/ موضوع په اړه یو لیدلورۍ جوړ شي ۲: د څیړنې طرحه مساَلې بیان: په دویمه برخې کې د پروپوزل د څیړنې طرحه صورت نیسي ، دلته د موضوع روښانه کیږي چې مقصد د څیړنې څه دی او څیړونکی موضوع څه ډول روښانه کوي. ۳: د څیړنې اهداف هره څیړنې چې ترسره کیږي د څو اهدافو لاسته راوړلو لپاره وي ، معمولاً  ، د پروپود څیړنې اهداف په دوه برخو ویشل کیږي. اصلي اهداف:۱ ۲ : فرعي اهداف ۱: اصلي اهدافو کې هغه برخې راځي چې څیړونکي تر نورو برخو ډېرې مهمې دي دا اهداف کېدای شي یو یا څو وي. ۲: فرعي اهداف: هغې برخې پکې شامل کیږي چې څیړونکی یې د څیړنې لپاره ترسره کوي خو نسبت اصلي اهدافو ته کم ارزښت لري ، مګر دا اهداف هم مهم دی او څیړونکی د لاسته راوړلو په لټ...