څیړنې لپاره پروپوزل د کومو برخو څخه جوړ شوی وي؟

لیکنه او راټولونه:  الیاس وصال

 ، دا ډول پروپوزلو کې تاسو  راتلوونکې باندې تمرکز کوی ، څه  غواړئ چې ترسره یې کړي

:معوملاً د لېسانس د دورې پایلیک ،  لپاره لیکل کیږي ، دا پروپوزل لاندې برخې لري
۱: سریزه
 د پروپوزل لومړۍ برخه کې سریزه ځای لري ، دلته د څیړنې ، منوګراف معرفي او ورته کتنه په لنډ ډول
ترڅو لوستونکي لپاره ددې څیړنې/ موضوع په اړه یو لیدلورۍ جوړ شي
۲: د څیړنې طرحه
مساَلې بیان:
په دویمه برخې کې د پروپوزل د څیړنې طرحه صورت نیسي ، دلته د موضوع روښانه کیږي چې مقصد د څیړنې څه دی او څیړونکی موضوع څه ډول روښانه کوي.
۳: د څیړنې اهداف
هره څیړنې چې ترسره کیږي د څو اهدافو لاسته راوړلو لپاره وي ، معمولاً  ، د پروپود څیړنې اهداف په دوه برخو ویشل کیږي.
اصلي اهداف:۱
۲ : فرعي اهداف
۱: اصلي اهدافو کې هغه برخې راځي چې څیړونکي تر نورو برخو ډېرې مهمې دي دا اهداف کېدای شي یو یا څو وي.
۲: فرعي اهداف:
هغې برخې پکې شامل کیږي چې څیړونکی یې د څیړنې لپاره ترسره کوي خو نسبت اصلي اهدافو ته کم ارزښت لري ، مګر دا اهداف هم مهم دی او څیړونکی د لاسته راوړلو په لټه کې یې وي.
۳: د څیړنې اهمیت او ضرورت
د پروپوزل دریمه برخه کې څیړنونکی د ځپلې څیړنې اهمیت او اړتیا روښانه کوي ، څومره.
۴: تېرو لیکنو ته کتنه
د څیړنې میتودولوژۍ په اساس هره علمي لیکنه چې ترسره کیږي باید تېرو لیکنو ته پک

ې مراجعه شوي ددې څخه هدف په یادې یاد موضوع کې لیکني دي چې نورو کسانو ترسره کړې دي ، نو هغه هم باید ځای پر ځای شي په پروپوزل کې او فرق یې د خپلو لیکنو سره روښانه شي.
۵: څیړنیزه پوښتنه
هغه پوښتنه ده چې د څیړنې وروسته ورته ځواب پیدا کیږي ،
مثال:  ولې په ټاکنو کې ډیرو خلکو ګډون ونکړ?
۶: څیړنز متحولین
لکه څنګه چې روښانه ده هره څیړنې کې باید متحولین شتون ولري ،
او متحول هغه مفکوره ده چې د اندازه کېدو وړ وي نو په یوه څیړنې کې کیدای شي آزاد متحول شتون ولري ، تړلی یا داسې نور ‌ډول د متحولینو
۷ : د څېړنې میتودولوژي
هغه روش او لاره چې پکې څیړنه ترسره کیږي د څېړنې میتودولوژۍ په نامه یادیږي ، هغه څېړنې چې مخکې پکې لیکنې شوی دي او څیړونکی هم پکې زیاتوالی راولي او لیکنې پرې کوي د هغو معلومات دویم لاس معلومات وي چې معمولآ دا معلومات د کتابونو ، ورځپاڼو ، ژورنالونو تېزسونو او نورو منابعو څخه لاسته راځي
که څېړنه د لومړۍ ځل لپاره ترسره کیږي ددې څیړنې معلومات لومړۍ لاس معلومات دي ، دا څیړنه نسبتاً ډیر وخت نیسي او تحلیل د معلوماتو پکې باید صورت ونیسي او لومړي لاس معلومات د کتنې / مشاهدې، پوښتنلیک او مصاحبو له لارې ترلاسه کیږي.
۸ اخځ لیکونه:
هغه ریفرنس او منابع چې څیړونکی غواړي په څېړنه کې ورڅخه استفاده وکړي ترې یادونه کوي په پروپوزل کې.



Comments

Popular posts from this blog

Steps to reduce Stress while studying | Elyas Wesal

د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.

د ماموریت ، لرلید او ارزښتونه پېژندنه |