د کم جرئتۍ په اړه یو ناسم برداشت
ژباړه او زیاتونه: الیاس وصال
د کټل په نظر د انسان کړنه او شخصیت د انسان د ځانګړتیاوو له ټولګې څخه سرچينه اخلي. دده په باور د شخصیتي ځانګړتیاوو له جملې څخه يې یو د «H» عامل دی.
د «H» عامل د دوو ځانګړتیاوو څخه جوړ دی: لومړی ځانګړتیا په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې د هغوی ځانګړتیا، د ژوند د ستونزو په مقابل کې مقاومت دی. دا کسان د «H+»په ډول نښاني کیږي. دویمه ځانګړتیا په هغو کسانو پورې تړاو لري، چې ډار او تهدید ته تسلمیږي او هغوی له ټولنې څخه ګوښه کیږي. دا ګروپ د«H-» په ډول نښاني کیږي. د کټل د نظريې له مخې، کم جرئته کسان د «H-» عامل لرونکي دي؛ خو باید پاملرنه وکړو، چې په کم جرئتۍ لتاړ ماشومان د سترګو، ویښتانو او پوستکي رنګ په څیر ارثي بڼه نه لري. ښکاره ده، چې ځینې کم جرئته ماشومان په هغو والدینو پورې تړاو لري، کوم چې خپله هم کم جرئته وي، ولی دا په دې مانا نه ده، چې ګواکې دوی د والدینو څخه د ژن له لارې دا ځانګړتیا په میراث وړي ده، بلکې خبره دا ده چې کم جرئتي يې له والدینو څخه زده کړي ده.

Comments
Post a Comment