Posts

Showing posts from May, 2020

ناوړه دودونه یادیږي خو ورکیږي نه!

Image
لیکنه: الیاس وصال  په افغاني ټولنه کې د پخوا څخه ګڼ شمېر ناوړه دودونه / رواجونه شتون لري چې د فرهنګ برخه ګرځېدلې ده ، د وخت په تېریدو سره یې نه دا چې  بدلون موندلی برعکس د قانون او اړین رسم شکل یې غوره کړی دی دا دودونه تر ډیر زموږ په ټولنه کې د افرادو پر پوهې ، شعور او ذهنیتونو  اړه لري تر څو چې په ټولنه کې مثبت ذهنیت جوړونه رامنځته نشي ، خلک انساني ارزښتونو ته ژمن نشي دا دودونه به شتون ولري او ددې دودونو په ذریه به ډیر خلک د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شي ، په لنډه توګه د هغو ناسمو رواجونو څخه یادونه کوو چې په ټولنه کې یې د افرادو/ ټولنې لپاره ګڼ شمېر ستونزې جوړې کړي دي. ۱:  ماشومان د کورنیو لخوا تحدید او هغوي تصمیم نیونې او خبرو کولو ته نه پرېښودل. ۲: ښځې / نجونۍ په بدو کې ودول ، چې وروسته د کورني توتریخوالي سبب کیدلې شي ۳: د یو شخص د خُسر ګني لخوا پر هغه د واده لپاره ګڼ شمېر مصارف اښودل لکه ، لوړ ولور ، د طویانې قیمتي او ډیر خوراکي توکي ، په هوټل کې واده ، د طلاء یو څه اندازه او داسې نور ۴: اداري فساد چې دا دوه برخې لري د اداري کارکوونکي لخوا د کار ترسره...

د صحتمند افرادو د برلاسۍ رازونه:

Image
ژباړه:  الیاس وصال ۱: صحتمند افراد منظم خوب لري او سهار له خوب څخه وختي پاڅېږي: خوب د روغتیا لپاره یو اړینه اړتیا ده ، منظم خوب کولای شي د افرادو په روغتیا کې ‌لوی نقش ولري ، د منظم خوب څخه هدف دا دی چې د خوب وخت باید مشخص وي ۷-۸ ساعته خوب په یو شپانه روز کې اړین دی ، که دا موده کمه شي د ډیرې مودې لپاره نامطلوبې پایلې لري ، همدارنګه که دا لړۍ ډیره شي هم د کسالت او سستئ باعث کیږي چې ددافرادو روغتیا ته زیان رسوي ، صحتمند افراد منظم خوب کوي او کوښښ کوي سهار وختي د خوب څخه پاڅي ، سربېره پر دی چې سهار وختي پاڅېدل دیني او اسلامي حکمتونه لري د انسانانو د کاري ژوند لپاره هم اړینه ګڼل کیږي تر څو د ژوند چارو ته ښه رسیدګی وکړي ۲صحتمند افراد په دې باندې باور لري چې د فزیکي روغتیا منشعه : فکر کولو او تمرکز وروسته پیدا کیږي د صحتمند اوسېدلو لپاره ددې اراده او عزم ډیر مهم دی چې ټول هغه قدمونه او مراحل باید ترسره شي چې  د روغتیا لپاره اړین دی ، ددې افرادو په ذهن کې تل دا مفکورې وي چې باید روغتیا ته پاملرنه ولري. تل د داکترانو سره په اړیکه کې وي او روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه لري ۳:...