د صحتمند افرادو د برلاسۍ رازونه:

ژباړه:  الیاس وصال
۱: صحتمند افراد منظم خوب لري او سهار له خوب څخه وختي پاڅېږي:
خوب د روغتیا لپاره یو اړینه اړتیا ده ، منظم خوب کولای شي د افرادو په روغتیا کې ‌لوی نقش ولري ، د منظم خوب څخه هدف دا دی چې د خوب وخت باید مشخص وي ۷-۸ ساعته خوب په یو شپانه روز کې اړین دی ، که دا موده کمه شي د ډیرې مودې لپاره نامطلوبې پایلې لري ، همدارنګه که دا لړۍ ډیره شي هم د کسالت او سستئ باعث کیږي چې ددافرادو روغتیا ته زیان رسوي ، صحتمند افراد منظم خوب کوي او کوښښ کوي سهار وختي د خوب څخه پاڅي ، سربېره پر دی چې سهار وختي پاڅېدل دیني او اسلامي حکمتونه لري د انسانانو د کاري ژوند لپاره هم اړینه ګڼل کیږي تر څو د ژوند چارو ته ښه رسیدګی وکړي
۲صحتمند افراد په دې باندې باور لري چې د فزیکي روغتیا منشعه : فکر کولو او تمرکز وروسته پیدا کیږي
د صحتمند اوسېدلو لپاره ددې اراده او عزم ډیر مهم دی چې ټول هغه قدمونه او مراحل باید ترسره شي چې  د روغتیا لپاره اړین دی ، ددې افرادو په ذهن کې تل دا مفکورې وي چې باید روغتیا ته پاملرنه ولري. تل د داکترانو سره په اړیکه کې وي او روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه لري
۳: هغوی تل فعال وي او ددې کار څخه خوند اخلي:
روغ کسان د معمول په څېر د ورځې په جریان کې فعاله وي ، منظور د فعال اوسېدو څخه دا دی چې دوي تل ۱ -۲ ساعته په ورځ کې منظم ورزشي پروګرام لري ، دوي نه غواړي اضافي وزن واخلي ، په کور کې تمرین کوي یا هم بهر په کلپونو کې د ملګرو سره بوخت وي او ددې کار څخه خوند اخلي پرته له شکه چې سپورټ/ ورزش د روغتیا ضامن ده.
۴: صحتمند افراد منظم مهالوېش لري:
اکثره کسان که روغتیا ته ډیره پاملرنه نه لري یا هم منظم مهالوېش نه لري په ورځ کې د ورزش لپاره ، یا هم داسې کېدلئ شي چې یوه یا څو ورځې  ورزش منظم وکړي وروسته یې بیرته پریږدي دا یوه ښه روش ندي ، ورزش باید دوامداره اوسي او یو منظم مهالوېش مهم دی ، د ورځې په جریان کې د سهار لپاره ۱-۲ ساعته یا هم د ماښام وخت کې سپورت لپاره بهترین وخت دی چې باید ترسره شي.
۵: هغوي منظم غذایي رژیم لري او صحي خواړه خوري
صحتمند افراد تل کوښښ کوي چې صحي خواړه وخوري ، منظم خوراکي ریژیم د ورزش سره مرسته کوي تر څو افراد اضافي وزن وانه خلي همدارنګه د روغتیا لپاره ډیر اړینه ګڼل کیږي ، هغه خواړه چې په ښارونو کې خرڅول کیږي او جوړیږي  تر ډیره غیر صحي دي او کېدای شي روغتیا ته ضرر ورسوي ، صحتمند افراد د بازار خوړو سره علاقه نه لري.
۶: صحتمند افراد حفظ الصحې ته ځانګړې پاملرنه لري
حفظ الصحه د روغتیا لپاره یو معمول او مهم روش دی ډیره حده که موږ حفظ الصحې ته پاملرنه ولړو ، نو ددې امکان کم وي چې ناروغ شوو ، په 2-3 ورځو کې حمام کول ، منظم او پاکې جامي اغوستل هم ددې باعث کیږي چې د نورو افرادو د توجو جلب کړو او هم د روغتیا لپاره اړین اصول دي.



Comments

Popular posts from this blog

Steps to reduce Stress while studying | Elyas Wesal

د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.

د ماموریت ، لرلید او ارزښتونه پېژندنه |