ناوړه دودونه یادیږي خو ورکیږي نه!

لیکنه: الیاس وصال
 په افغاني ټولنه کې د پخوا څخه ګڼ شمېر ناوړه دودونه / رواجونه شتون لري چې د فرهنګ برخه ګرځېدلې ده ، د وخت په تېریدو سره یې نه دا چې  بدلون موندلی برعکس د قانون او اړین رسم شکل یې غوره کړی دی دا دودونه تر ډیر زموږ په ټولنه کې د افرادو پر پوهې ، شعور او ذهنیتونو  اړه لري تر څو چې په ټولنه کې مثبت ذهنیت جوړونه رامنځته نشي ، خلک انساني ارزښتونو ته ژمن نشي دا دودونه به شتون ولري او ددې دودونو په ذریه به ډیر خلک د ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شي ، په لنډه توګه د هغو ناسمو رواجونو څخه یادونه کوو چې په ټولنه کې یې د افرادو/ ټولنې لپاره ګڼ شمېر ستونزې جوړې کړي دي.

۱:
 ماشومان د کورنیو لخوا تحدید او هغوي تصمیم نیونې او خبرو کولو ته نه پرېښودل.
۲:
ښځې / نجونۍ په بدو کې ودول ، چې وروسته د کورني توتریخوالي سبب کیدلې شي
۳:
د یو شخص د خُسر ګني لخوا پر هغه د واده لپاره ګڼ شمېر مصارف اښودل لکه ، لوړ ولور ، د طویانې قیمتي او ډیر خوراکي توکي ، په هوټل کې واده ، د طلاء یو څه اندازه او داسې نور
۴:
اداري فساد چې دا دوه برخې لري د اداري کارکوونکي لخوا د کار ترسره کولو لپاره د مراجعینو څخه د رشوت غوښتنه ، او یا هم د مراجعینو لخوا د رشوت ورکوونه چې دا هم ناوړه دود دی او حکومت مسولیت لري چې دا ډول فساد ختم یا حداقل ته یې ورسوي.
۵:
په تحصیلي نهادونو کې د واسطو او پېژندګلوۍ په اساس د محصیلینو سره توپیریز چلند .
۶:
په ځینو کورنیو کې پر ښځو تاوتریخوالی د هغوي شکنجه کول حتا وژنه چې دا د توتریخوالي تر ټولو بد حالت دی.
۷:
د نجونو  د تحصیل او زده کړو  څخه محرومول او دوي یوازې د کور کارونه ته محدود ساتل .
۸:
د سړکونو بندول او د ترافیکي ګڼه ګونې باعث کیدل ، اکثره په ښارونو کې ګڼ کسان خپل نقلیه وسایط د سړک پر غاړه پارک کوي چې دا د ترافیکي ګنه ګونې د ډیروالی سبب کیږي.
۹:
د هټیوالو لخوا د خوراکي او اړینو توکیو قیمتونه لوړول ،پرته د قانوني مجوز لخوا.
ممکن ګڼ شمېر نور ناوړه دودونه / رواجونه شتون لري چې د غلط فرهنګ برخه شمیرل کیږي ، دا ټول رواجونه اصلاع ته اړتیا لري چې ټول وګړي او حکومت باید ورته پاملرنه ولري .







Comments

Popular posts from this blog

Steps to reduce Stress while studying | Elyas Wesal

د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.

د ماموریت ، لرلید او ارزښتونه پېژندنه |