Skip to main content

لس موثرې لارې چې په خپل ځان باور زیاتولو کې مو مرسته کوي:

_ژباړه: الیاس وصال
۱: تر ټولو مهمه لاره چې ستاسو باور په خپل ځان زیاتوي هغه ستاسو وړتیاوې او مثبت تکي دي ، ځینې کسان ښه مهارت او وړتیاوې لري مګر د څرګندولو کوښښ یې نکوي ، دا خپله ناوړه تاثیر لري او ستاسو باور نسبت خپل ځان ته زیانمنوي او د پرمختګ مخه مو ډب کوي.

۲
: خپلې نیمګرتیاوې څخه مو یو لېست جوړ کړئ
هر څوک په ژوند کې خامخا ځینې نیمګرتیاوې لري ، بریالي خلک هغه دي چې په خپلو نیمګرتیاوو کار وکړي ، ورته د حل لارې چارې ولټوي دا به مرسته وکړي چې په خپل ځان مو باور زیاد شي.

۳
: مایوسي څخه ځان وساتئ
 ډیری کسان په خپل ژوند کې ځینې وخت د ناهیلۍ احساس لري دا احساس باید هر څومره ژر چې کیږي ورک شي ځکه چې راتلونکی کې ناوړه اغېزې درلودلی شي په
ژوند کې او باور مو نسبت خپل ځان ته زیانمنوي.

۴
: د خلکو خبرو پسې مه ګرځئ
یو شمېر کسان فطرتاً عادت لري چې په نورو پسې خبرې وکړي دا  ترټولو ناوړه چلند دی ،هېڅکله د خلکو منفي
خبرو پسې مه ګرځئ.

۵
:د فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړئ
ژوند کې ډیر داسې فرصتونه پیدا کیږي چې ستاسو د پرمختګ لپاره وي او که غواړئ چې پر ځان مو باور زیاد شي ددو فرصتونو څخه حتماً ګټه پورته کړئ.

۶
:خپل ځان ته ارزښت وټاکی
یوه لاره چې ستاسو د پرمختګ ، ودې او ځان باندې باور زیاتېدو کې مرسته کوي  هغه ځان ته لوړ ارزښت ټاکل دي ، هېڅکله په پخوانیو فکرونو کې مه اوسئ چاپیرال او وخت سره ځان عیار کړئ.

۷
:خپلې لاسته راوړنې مو ولمانځی
په ځان باندې باور هغه وخت ښه اغېز درلودلی شي چې. خپلې لاسته راوړنې مو ولمانځلې، د لاسته راوړنو تقدیر مو وکړ او د نورو سره مو دا خوښئ شریکې کړې.

۸
: د لویو ستونزو سره د مقابلې وړتیا ولرئ
تر هغه وخته پورې مو په بشپړ ډول په خپل ځان باندې باور نشی لوړولی تر څو ستونزو سره مخامخ نشئ او ستونزو سره مقابله ونکړئ.

۹
د هغه کسانو سره اړیکه وساتی چې پر خپل ځان ډیر باور لري:  د هغو خبرو ، روش او چلند څخه اګاهي او ددوي سپارښتنې ډیر تاثیر درلودلی شي تر څو په خپل ځان باور مو ډیر کړي.

۱۰
  نورو خلکو سره د مرستې لېوالتیا ولرئ:
بریالي کسان هغه دي چې د خپل ځان ترڅنګ د نورو د پرمختګ سبب هم شي ، هر کله چې د نورو سره مو د مرستې لېوالتیا پیدا شوه او مرسته مو ورسره وکړه دا په
خپله پر ځان د باور لوړولو یو عامل کېدلی شي.

Comments

Popular posts from this blog

د افغانۍ ترویج لپاره ښه موقع:

Image

Comments

Popular posts from this blog

Steps to reduce Stress while studying | Elyas Wesal

د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.

د ماموریت ، لرلید او ارزښتونه پېژندنه |