بریالي کسان لاندې کړنو ترسره کولو ته لېوالتیا لري:
:ژباړه الیاس وصال
1.
بریالي خلک تل کوښښ کوي نوي څیزونه زده کړي او د نویو شیانو په زده کولو کې بوخت وي ، مګر ناموفق خلک د نویو څیزونه زده کولو لپاره لېوالتیا او شوق نلري او په زده برخو اکتفاء کوي.
2. په دویمه شمېره کې بریالي خلک تل د تغییر منونکي اوسي او د تغیراتو سره د ځان عیارولو وړتیا لري ، برعکس هغه کسان بریالي ندي چې د ژوند او کاروبار د تغیراتو او بدلونونو سره ځان نشي عیارولئ یا د تغیراتو د رامنځته کېدو سره ویره لري.
3.
بریالي کسان تل بښونکي وي ، او د نورو خلکو سره مناسب چلند لري او د خپلو چلند په اساس خپل اهداف تعقیبوي، برعکس هغه افراد بریالي ندی چې په نورو نیوکه کوي او د نورو په نیمګړتیاوو پسې ګرځي.
4.
کامیاب خلک تل زده کړې کوي او لېوالتیا لري چې په ګڼ شمېر نویي مهارتونه او فنونه زده کړي ، برعکس بیا هغوي تل فکر کوي چې دوي په هر څه پوهیږي.
5.
بریالي کسان د ماتو وروسته د ناکامۍ پړه په خپل ځان مني او مسولیت پذیره وي، خو ناموفق کسان بیا د ناکامیو پړه په نورو اچوي او مسولیت پذیری احساس پکې نه وي.
6.
بریالي کسان تل ځانته لنډمهاله او وروست مهاله اهداف او پلانونه لري او لاسته راوړلو لپاره یې هڅې کوي ، مګر برعکس ناموفق خلک بیا اهداف نه ټاکي یا اهدافو لاسته راوړلو لپاره هڅه نه کوي

Comments
Post a Comment