په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ، مؤثریت او اغېزې | م.الیاس حبیبي


پدې لنډه لیکنه کې مې په افغانستان کې د بشري مرستو یا Humanitarian Aid په اړتیا ، موثریت او اغېزو اشاره کړئ ده.

افغانستان د نړۍ په هغه هیوادونه کې راځي چې د بیلابیلو عواملو په اساس د نړۍ ترټولو اړمن ، آسیب پذیره او د بیلابیلو بحرانونو سره مخ هیواد دی.

دا بحرانونه یا crisis عموماً په دوو برخو ویشلئ شوو:
۱: طبیعي عوامل ، لکه وچ کالي ، زلزلې ، سیلابونه او داسې نور...

۲: انساني عوامل ، لکه جګره ، د خارجي هیوادونه لاسوهنه ، د تعلیم او پوهې کچه تیټ والی ، د یوالي نشتون ، شخصي ارزښتونو پر ملي ارزښتونو ترجې ورکول ، فقر او داسې نور...

د خوړو نړیوال پروګرام یا World Food Programme د ورورستي راپور په اساس په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي د خوړو ناخوندیتوب یا Food Insecurity سره مخامخ دی ، او اړتیا ده چې بشري مرستې نورې هم چټکې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حمایت صندوق یا UNICEF د راپورونه په اساس ۵ میلیونه ماشومان د حاد سوءتغدیې سره مخامخ دی ( دا د سوتغدیې ترټولو خطرناک حالت دی چې دوامدارې درملنې ته اړتیا لري).

د بلې خوا کاري فرصتونه کموالی بل لوی عامل دی چې دا بشري بحران یاHumanitarian crisis لمن یې پراخه کړې.

د بشري مرستو اړتیا حیاتي ده ، دا د بشري فاجعې د مخنیوي لپاره اساس دی ، بشري مرستې په اوږد مهال کې نشي کولای د خود اکتفایۍ یا ځان بساینې باعث شي مګر د بشري ناورین مخنیوی کولای شي.

د بشري مرستو په رسونه کې د ښځینې کارمندانو اړتیا څخه په هېڅ ډول انکار کولای نشوو ، داسې ډیر فعالیتونه دي چې باید یې ښځینه کارمندانې پرمخ یوسي خصوصاً روغتیایي خدمات ، ماشومانو ، خویندو او ښځینه وو ته ، د بل خوا د ښځینو کارمندانو د ژوند او مصارفو د تمویل لپاره هم اړینه ده چې دوي کار وکړي ممکن یوازې دوي د کور د تمویلولو دنده پر غاړه ولري نو د ټولو وګړو غوښتنه ده ترڅو اوسنی حاکم نظام ښځینې کارکوونکو ته د کار کولو شرایط برابر او دوي ته اجازه ورکړي ترڅو ټولنې ته خدمت وکړي.

بشري مرستې د امنیتي ستونزو د کموالی په حالت کې په ډیر مؤثر ډول اړمنو ته د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې رسیدلې او هیڅکله د موثریت او اغیزو څخه یې انکار نشوو کولای.

په افغانستان کې ناوړه اقتصادي بحران له امله د اکثرو خلکو اتکا په کم ارزښته بیلابیلو خدماتو پورې ده ، بشري مرستې د یوې کورنۍ / ټولنې لپاره په اوسني شرایطو کې کلیدي او اساسي رول لوبولئ شي ترڅو د بشري ناورین مخه ونیسي نو ددې امله ډیر اړین دي.

بشري مرستې په بیلابیلو برخو کې خلکو ته وړاندې کیږي لکه روغتیا / صحت ، رواني خدمات ، خوړو خوندیتوب ، WASH یا صحي اوبو رسونه او د اوبو پاکوالی ، تعلیم او تربیه یا EiE ، د خلکو اقتصاد پیاوړتیا ، انکشافي خدمات او داسې نور .

ددو مرستو اړتیا د ټولنې هر وګړي لپاره حیاتي او مهم ده چې د میلیونونو انسانانو ژوند کې یې بدلون راوستئ نو ددې امله مؤثره هم دی.

د بشري مرستو یا Humanitarian Aid مثبتې اغیزو باندې مو اشاره وکړه خو که دا مرستې بندې یا کمې شي لاندې ویجاړونکې او نه جبرانیدونکې اغېزې درلودلئ شي.

۱: د فقر یا Poverty ګراف لوړوالی.

۲: د افغانۍ ارزښت تیټوال د ډالر په وړاندې چې د اجناسو په قیمونو کې به د پام وړ لوړوالی راولي چې وګړي به د اجناسو اخیستلو مالي توان ونلري.

۳: په زرګونو کارکونکي په غیر دولتي مؤسساتو کې دندې ترسره کوي د دوي بې کاره کیدل.

۴: د جرایمو ګراف لوړېدل.

۵: د GDP او سره سري عاید نور هم تیټیدل.

۶: بهرنيو هیوادونه ته د لاسوهنې زمینه برابرېدل.

۷: کډوالی یا immigration ته زمینه برابریدل چې پکې به میلیونونه افغانان په قانوني او غیر قانوني ډول افغانستان پریږدي .

۸: د حکومت څخه د نارضایتۍ کچه لوړیدل .
او داسې نورې ناوړه اغیزې درلودلئ شي.

په پایله کې ویلئ شوو چې بشري مرستو اړتیا د حده ډیره ده چې تمویلونکي نهادونه د مالي تمویل لپاره باید زیاته توجو وکړي ، مؤثریت یې بیلابیلو عواملو ته په کتو ډیر لوړ دی ځکه د میلیونونو خلکو د ژوند ژغورلو باعث کیږی او اغیزې یې مثبتې او منفي دواړه لري.






Comments

Popular posts from this blog

Steps to reduce Stress while studying | Elyas Wesal

د یؤ مناسب کاري چاپېریال شپږ ځانګړتیاوې.

د ماموریت ، لرلید او ارزښتونه پېژندنه |