عاید لرونکي فعالیتونو Income Generatic Activities پېژندنه او څنګه کولئ شو وده ورکړو!?
هغه فعالیتونه او کاروبار چې د عاید لاسته راوړلو لپاره کارول کیږي د افرادو ، ګروپونو او سازمانونو د مالي پایښت او خوندیتوب لپاره عبارت دي له عاید لرونکي فعالیتونه ( IGA)
دا فعالینونه ممکن کوچني Small Business ، متوسط یا هم لوی تجارت وي.
کوچنی عاید لرونکي فعالیت لکه خیاطی ، سلماني ، حلبي سازي او داسې نور.
متوسط عاید لرونکي فعالیتونه لکه: دوکانداري ، قالین بافي ، د برقي وسایلو خرڅلاو ،او داسې نور.
لوی عاید لرونکي فعالیتونه لکه د مبایلو جوړولو شرکتونه ، د دوا جوړولو شرکتونه د موټرو تولید کمپنی او داسې نور.
افغانستان هیواد او د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو ډېره پاملرنه باید لومړی کوچني عاید لرونکي فعالینونو ته وشي.
عاید لرونکي فعالتونه یا کاروبار نوعیت ته په کتو بیلابیل افراد او گروپونه پکې دخیل دي لکه:
تولید کوونکي
عرضه کوونکي
خرڅوونکي
اخیستونکي
د خرڅلاوو ورورسته خدمات
عاید لرونکی کاروبار بازار ، محیط / ساحه ، مالي حالت او د اخیستونکو غوښتنو او اقتصادي وضعیت څخه اغیزمن کیږي.
یعنی که بازار کې رقابت شتون ولري کاروباري افراد هم هڅه کوي د بیلابیلو روشونو څخه ګټه واخلي ترڅو د نورر رقیبانو څخه ډیره ګټه لاسته راوړي برعکس که رقابت شتون ونلري په اسانی سره کولای شي د خپل کاروبار څخه ګټه لاسته راوړي.
تر هر څه ډیر یو کاروباري فرد باید هغه فعالیت د عاید لاسته راوړلو لپاره غوره کړي چې پکې لازم مهارت ، تجربه ، تعهد ، پوهه ، رښتینولي ولري.
دا چې اکثره بازارونو انحصاري ندي او رقابت پکې شتون لري نو کاروباري افراد باید د مختلفو روشونو څخه ګټه واخلي ترڅو د نورو سره ښه او سالم رقابت وکړي او زیاته ګټه لاسته راوړي.
هغه عوامل چې پکې عاید لرونکي فعالیتونه IGA وده کوي:
ښه کیفیت: په ښه کیفیت سره د محصول عرضه کول ددې باعث کیږي چې کاروبار پرمختګ وکړي.
ښه کمیت: محصولات باید په هغه اندازه - تعداد تولید او عرضه شي کوم چې د خلکو تقاضا ورته شتون لري.
مناسب قیمت: بازار ته په کتو محصولاتو لپاره باید قیمت نورو رقیبانو ته په کتو او مشتریانو اقتصادي حالت په نظر نیولو سره مناسب قیمت چې پکې ګټه وي یو اندازه وټاکل شي.
نوښت : نوښت یا ابتکار په عاید لرونکي فعالیتونو کې ددې باعث کیږي ترڅو د وخت تقاضا او د مشتریانو خواهشتاتو ته په کتو ښه محصولات وړاندې شي چې خلکو ته د منلو وي.
د یو شفاف مالي سیستم شتون : دا چې عاید لرونکي فعالیتونه بیلابیل مصارف لري نو د یو شفاف مالي سیستم په شتون کې ددې مصارفو محاسبه آسانه کوي.
د مشتریانو نظریاتو ، غوښتنې او شکایاتو ته د رسیدلو ټیم: یو عاید لرونکی کاروبار یا تجارت که کوچنی وي یا متوسط یا هم لوی دا ضرور ده چې یوه کمیټه ددې لپاره شتون ولري چې مشتریانو غوښتنو ، نطریاتو او شکایتونو ته پر وخت رسیدنه وکړي ، پدی برخه کې په بیلابیلو وختونو کې د پوښتنپاڼو ویشل ترڅو د خلکو نظریات پکې راټول شي هم مهم دي.
بازارموندنه: یو له مهمو عواملو څخه چې یو عاید لرونکی کاروبار پرمختګ کوي هغه بازارموندنه دی چې په افلاین یا آنلاین ډول عموماً ترسره کیږي.
ممکن داسې نور ډیر عوامل شتون ولري چې پکې عاید لرونکي فعالیتونه وده کوي.

Comments
Post a Comment